عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او په دې توګه د لومړۍ افغانالاصلې امریکایۍ په توګه د امریکا کانګرس ته لار وموندله.
پنجشنبه ناوخته د ټولو شمېرل شویو رایو پایلې ښيي چې عایشې په دغو ټاکنو څه باندې ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.
عایشې وهاب د ډیموکرات ګوند د پرمختګ پالې ډلې له نوماندۍ څخه په ټاکنو کې سیالي وکړه، چې د فلسطین ملاتړ کوي.
عایشه وهاب د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ ۱۱مه نیویارک ښار کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې ده.
مور او پلار یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کبله امریکا ته کډوال شوي وو.
سرچینه : بي بي سي

