د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې له لوري پر کییف او شاوخوا سیمو د ډرون بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د بېړنیو پېښو ادارې ویلي، چې د بریدونو له امله په استوګنیزو ودانیو او ګودامونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې، چې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او دوه کسان یې د نړېدلو ودانیو له خاورو څخه ژغورلي دي.
په راپور کې د اوکرایني لوري په حواله ویل شوي، چې روسیې پر کییف لږ تر لږه ۴۴ توغندي توغولي، چې له ډلې یې ۳۹ توغندي شنډ یا راوغورځول شوي دي.
سرچینه : الجزیره

