د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر له مشرې ډاکټر حنان بلخي او مل پلاوي سره لیدلي دي .
ددغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا، د روغتیايي همکاریو، همغږۍ او د پولیو ضد واکسین پروګرامونو په اړه خبرې وشوې.
وزير راغلي پلاوي ته د صحي خدماتو په ترسره کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د صحي خدمتونو د ترسره کولو لپاره هغه فرصت برابر شوی دی .
نوموړي روغتیايي برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دې برخه کې باید سیاسي ملحوضات له پامه وغورځول شي.
راپور : مسعود عربزی

