د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد په لومړۍ ناحیه کې د کرهالي کلي د یو مهم کانکریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د کونړ ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، دا سړک چې اوږدوالی یې ۱.۲ کیلومتره او سور یې ۷ متره دی، د ښاروالۍ په مالي ملاتړ او د سرحد افغان ساختماني شرکت په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
چارواکي وایي، د دې پروژې ټول لګښت نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ دی او تمه ده چې د درې میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ولایتي مسوولین ټینګار کوي چې حکومت د خلکو د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د بیارغونې پروژې پراخې کړې دي او دا ډول پروژې د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مهمې ګڼل کېږي.
بل لور ته، د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې تر دې مخکې یې د تګ راتګ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو او د خدماتو رسېدل ورته سخت وو.
دوی د ورته نورو پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کوي.
د کونړ ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۴ رغنیزو پروژو د پلي کېدو پلان شته چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
راپور : پرویز مومند

