د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وایي، اوس مهال د هېواد د کانونو په برخه کې ۳۵۰ قراردادونه فعال دي، چې له دې ډلې یې ۴۴ د لویې کچې کانونو قراردادونه دي.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې د کانونو د لومړني ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، چې افغانستان له بډایه طبیعي سرچینو او معدني زېرمو برخمن دی او حکومت هڅه کوي، چې له دغو سرچینو څخه د اقتصاد د پیاوړتیا او هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.\
د بدري په وینا، د اسلامي امارت اساسي موخه دا ده، چې د کانونو د استخراج له لارې ترلاسه کېدونکي عواید د دولت او خلکو د ګټو لپاره ولګول شي.
سرچینه : شرق نیوز

