د ایران د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو توکو کچه په بېساري ډول لوړه شوې او نږدې ۸۵۰ سلنه زیاتوالی یې کړی دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین وایي، افغانستان ایران ته خپل صادرات پراخ کړي، چې پکې تر ډېره معدني مواد، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو نږدېوالی د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.
اقتصادي شنونکي باور لري، چې د سوداګریزو محدودیتونو سربېره د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو توازن هم مخ پر ښه کېدو دی.

