د سوېلي وزیرستان د واڼه ښار په رستم بازار کې د ماین چاودنې له امله د وزیرو یو قومي مشر ملک طارق وزیر له دوو نورو کسانو سره وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه نن دوشنبه سهار د ګلشن پلازا ترڅنګ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملک طارق وزیر موټر له سیمې څخه تېرېده.
ځایي پولیس وایي، ناپېژانده کسانو تېره شپه په سیمه کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې نن سهار یې چاودنه وکړه.
راپورونه زیاتوي چې د وژل شویو مړي او ټپیان د واڼه ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

