د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه.
دا غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه ، چې پکې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ویلي چې د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي.
ده وویل چې افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.
امیر خان متقي ویلي چې افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی.
نوموړي وویل چې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي ښکېلتيا، په همکارۍ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ده.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي .
امیر خان متقي وویل چې افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي.
ده وویل چې افغانستان په سیمه ییزو پروګرامونو او نوښتونو کې، په ځانګړې توګه په منځنۍ آسیا کې د ترانسپورت، ریل پټلۍ، چاپیریال ساتنې او پراختیایي نوښتونو کې په فعاله توګه ګډون ته لیواله دی.

