د امریکا په سوېلي کالیفورنیا کې د سختو بادونو او ګرمې هوا له امله د ځنګلي اور په چټک خپرېدو سره لږ تر لږه شپږ کورونه سوځېدلي او شاوخوا ۱۶ زره اوسېدونکو ته د سیمې پرېښودو امر شوی دی.
اور د سان کلیمنټې ښار څخه پیل شوی او د بادونو په مرسته د سان خوان کاپېسټران ښار ته خپور شوی دی.
چارواکي وايي، دوه اور وژونکي د ګرمۍ له امله ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. په دواړو ښارونو کې د بېځایه شویو خلکو لپاره د لنډمهاله پناه ځایونه پرانیستل ي دي.
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د اور د پراخېدو خطر ښايي د شنبې تر شپې پورې دوام وکړي.
همداراز، د سیمې لسګونه زره اوسېدونکي د نورو اورونو له امله له برېښنا بېبرخې شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

