د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره ګټورې خبرې روانې دي او د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهالو ټاکنو تر مخه پر دغه هېواد د برید اراده نه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د هرمز تنګي په تړاو د امریکا د بندیزونو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د واشنګټن وړاندیز ارزوي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې خپل ځواب وړاندې کړي.
عراقچي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د منځګړو له لارې روانې دي او ایران خپل وړاندیزونه، چې د «اوو ورځو پلان» په نوم یاد شوي، وړاندې کړي دي.
د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د سمندري تګ راتګ عادي کول د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
سرچينه: شرق نيوز

