د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبډلې د بلاروس په کوربهتوب ترسره شویو نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ بریا خپله کړې او د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو په ګډون یې شپږ مډالونه ترلاسه کړي دي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ورزشکارانو د «پاورلفټینګ ۲۰۲۶ نړۍوال جام سریز» سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه خپل کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، فواد شرینسخن، جابر شرینسخن، نوراحمد سخيزاده او میرویس رفیعزاده د سرو زرو مډالونه ګټلي، روحالله خیراندېش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برونزو مډال ترلاسه کړی دی.
په دغو سیالیو کې افغانستان د شپږو لوبغاړو او یوه روزونکي په استازیتوب ګډون کړی و.
یادې سیالۍ چې د لسو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د بلاروس په کوربهتوب ترسره شوې، د مې میاشتې په شپږمه نېټه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.

