د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې د درې ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.
ایرلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۶ اعشاریه ۳ اورونو کې یې ټول لوبغاړي د ۲۰۶ منډو په جوړولو وسوځېدل.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۴۴ اعشاریه ۵ اورونو کې د اوو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
د افغانستان لپاره راشد خان او الله محمد غضنفر په توپ اچونه کې درې ـ درې ویکټې واخیستې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې هدف په داسې حال کې ترلاسه کړ چې ۳۱ توپونه لا پاتې وو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه به د اګست په ۱۲مه ترسره شي
مسعود عربزی

