د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان هیواد له ملي رهبر سره لیدلي دي
ملا عبدالغني برادر پدې لیدنه کې وویل چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې شي.
اخوند وویل چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتيژیکه ملګرتیا لا پياوړې کړې.
اقتصادي مرستیال وویل چې د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ لپاره د آیکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو په برخه کې د شته ستونزو د حل، د هرات تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا لپاره په په ګډه کار وکړي.
هغه له ترکمن لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي.
د ترکمنستان ملي رهبر وویل، د دواړو هیوادونو اړیکې د نیک نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس پياوړې شوې، چې په بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، هرات ولایت ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ په هرات ولایت کې د ګازو د توزیعي شبکې جوړولو او همداراز د ټاپ پروژې د عملي چارو د پيل لپاره چمتو دي.
د ترکمنستان رهبر وویل، په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
قربانقلي بردي محمدوف زیاته کړه، عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار وکړ.
نوموړي افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پيل شوو پروژو کارونه به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړ کړي.
راپور : مسعود عربزی

