شاپور ځدراڼ د ورپېښي ناروغۍ له کبله د هند یوه روغتون کې ومړ
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکینی لوبغاړي شاپور ځدراڼ مړینه ستره ضایع بللې ده.
فطرت په اېکسپاڼه د شاپور ځدراڼ کورنۍ، دوستانو او د نوموړي مینهوالو ته تسلیت ویلی او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.
د یادونې ده، چې شاپور ځدراڼ له یو څه مودې راهیسې د سرطان ناروغۍ له کبله د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و چې تېره شپه یې ژوند له لاسه ورکړ.
سرچینه : حریت

