د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار وایي، په هېواد کې د برېښنا سکټور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې موجودې دي او شرکت له پانګهوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې د همکار له قوله ویل شوي، افغانستان د برېښنا د تولید، پراختیا او عصري کولو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.
نوموړي دا څرګندونې د روسیې د څلورو شرکتونو له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
په دې ناسته کې د برېښنا تولید، د تولیدي فابریکو د بیارغونې او عصري کولو په اړه خبرې شوې دي.
د برېښنا شرکت ویلي، د هېواد د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د جذب هڅې روانې دي
سرچینه : افغانستان برېښنا شرکت

