د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د اسراییلو جګړه غوښتونکي حکومت ته باید اجازه ورنکړل شي چې سیمه د تاوتریخوالي او بېثباتۍ په لور بوځي.
نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د ګډې خبري ناستې پر مهال کړې دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان ویلي، هېواد یې غواړي د سیمې ټول خلک، د دیني باورونو له توپیر پرته په سوله ټیکاو او امنیت کې ژوند وکړي.
نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړي، چې تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د اوربند له هوکړې سره سره پر لبنان د اسراییلو بریدونو د دوام په اړه د نړۍوالو چوپتیا غندلې ده.
نوموړي ویلي، اسراییل پر لبنان د بریدونو پر دوام سره سیمه کې د وضعیت د بیا ترینګلي کېدو هڅې کوي.
سرچینه : حریت

