د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند په ځینو سیمو کې خلک د ژوند له بېلابېلو اسانتیاوو بېبرخې دي.
د څښاک پاکو او صحي اوبو ته نه لاسرسی، کرنیزو ځمکو ته د اوبو نشتوالی او کروندو ته د استنادي دیوالونو نه شتون هغه سترې ستونزې دي چې اوسېدونکي ورسره مخ دي.
د مرکز اسعداباد اړوند قارغان دره چې شاوخوا ۶ سوه کورنۍ پکې ژوند کوي، خلک د سیمهییزو مسوولینو څخه په دې برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
دا سیمه چې د مرکز اسعداباد په درې کیلومترۍ کې موقعیت لري، اوسېدونکي یې وايي د حکومت له پامه غورځول شوي او تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.
په ورته مهال د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د ولایت په ډېرو لرو پرتو سیمو کې یې د یو شمېر موسسو په همکارۍ د بیارغونې ګڼې پروژې پلي کړې او نورې هم تر کار لاندې دي.
د دوی په وینا، د قارغان درې لپاره هم له ځینو موسسو سره خبرې شوې او تمه ده چې ډېر ژر به هلته د بیارغونې پروژې پيل شي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې تر ۱۰۰ زیات د اوبو رسولو شبکې تر کار لاندې دي، چې په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر خلک د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
راپور: پرویز مومند

