د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې په لوبلړۍ کې یو پر صفر مخکېوالی ترلاسه کړ.
د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه اعجاز احمدزي ۵۲، شاهدالله کمال ۴۶ او راشد خان ۳۰ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د زمبابوې لوبډله د افغان توپ اچوونکو د غوره کارکردګۍ پر وړاندې ونه توانېده چې ټاکلی هدف پوره کړي او په ۱۴۰ منډو وسوځېده.
د افغانستان په ګټه فضلالحق فاروقي درې، راشد خان، مجیب الرحمن او عظمتالله عمرزي دوه ـ دوه او شاهدالله کمال یوه وېکټ واخیسته.
راشد خان د خپلې هر اړخیزې لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.
سرچینه : شرق نیوز

