د هند کرېکټ بورډ له افغانستان سره د شل اوریزو سياليو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی.
دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د سپټمبر مياشتې پر ۱۳مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۷ نېټې پورې به دوام وکړي.
د هند کرېکټ بورډ د افغانستان پروړاندې سياليو ته د شرېاس اير په مشرۍ، تېلک ورما، سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، وېبو سورياونشي، شېوم ډوبې، اکشر پټېل، واشنګټن سوندر، نېتېش کورما رېډي، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ، ورون چکرورتي او جسپريت بومرا غوړه کړي دي.
افغانستان بيا وړاندې د همدې لوبلړۍ لپاره خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده.
د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، نور الرحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګيال خروټی، مجيب الرحمن، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او عبدالله احمدزی غوره کړي دي.
افغانستان تر دې مهاله له هند سره ټولې نهه شل اوریزې لوبې کړې چې اووه هند ګټلې، يوه مساوي پايته رسېدلې او يوه بې پايلې ختمه شوې ده
سرچینه : بي بي سي

