د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، تر اوسه د ټاپي پروژې ۱۱۶کیلومتره نللیکه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا، ټاپي پروژه د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، چې د بشپړېدو په صورت کې به افغانستان ته د ترانزیټ له درکه هر کال سلګونه میلیونه ډالر عواید ولري.
د اقتصادي معاونیت په خبره، د دغې پروژې له لارې به هېوادوالو ته د نسبتاً ټیټې بیې طبیعي ګاز ته د لاسرسي زمینه هم برابره شي.
ټاپي پروژه د افغانستان له مهمو بنسټیزو او سیمهییزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د سیمې د اقتصادي همکاریو، د هېواد د عوایدو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لرلی شي.
سرچینه : اقتصادي معاونیت

