اوکرایین کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنې کیېف ته نژدې د روسیې په تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه درې کسان وژل شوي دي.
د شنبې سهار وختي په دغو بریدونو کې د کیېف ختیځې سیمې په نښه شوې دي.
عیني شاهدانو د درنو چاودنو رپوټ ورکړی دی.
څو ورځې مخکې د اوکرایین بېلابېلو سیمو کې د روسیې بریدونو ۲۱ کسان وژلي وو.
د سیمهییزې پوځي ادارې مشر تېمور تکاچینکو ویلي چې د بالستیک توغندیو دغو تازه بریدونو د درېیو کسانو پر وژلو سربېره درې نور ټپیان کړي هم دي.
هغه زیاته کړې چې د توغندیو د پاتې شونو غورځېدو استوګنیزو ودانیو او موټرو ته زیان رسولی او په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
هممهاله د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټېلېګرام لیکلي چې د بیړنيو خدمتونو ادارې کارکوونکي پلازمېنه کې په یوې ودانۍ او د تېلو په یوه ټانک د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.
د اوکرایین د بیړنیو خدماتو دولتي ادارې لخوا خپورو شویو تصویرونو کې ښکاري چې کیېف کې څو ځایه اورونه لګېدلي دي
سرچینه : بي بي سي

