د امریکا د واشنګټن ایالت چارواکي وایي، پراخو اورلګېدنو تر ۲۵۰ زره جریبه ډېره ځمکه سوځولې، چې له امله یې د استوګنې سیمې تخلیه شوي، د لسګونو زرو کسانو برېښنا پرې شوې او بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، شاوخوا څلور زره اوروژونکي په دغه ایالت کې د اورلګېدنو د مهارولو لپاره هڅې کوي.
د واشنګټن والي باب فرګوسن د شنبې په ورځ په ټول ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ.
چارواکي وایي، تر اوسه د دغو اورلګېدنو له امله د مرګ ژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
سرچینه : رویټرز

