د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي له پاکستان او ایران څخه په تازه د شنبې په ورځ ۳۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۷۹ تنو ته رسیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي د تورخم له لارې (۳۲۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له تورخم څخه (۳۷۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۷۶) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۵۶۹۴۳۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
نوموړي لیکي د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۳۱۲) کورنۍ سره ټولټال (۲۶۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۹۵۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
دی لیکي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنۍ سره ټولټال (۲۶۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند لیکي د نیمروز د ورېښمو پل له لارې (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۱۴) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوله (۳) کورنیو سره ټولټال (۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، هېواد ته راستنې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره ټولټال (۲۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۹) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۶۵۶۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
فطرت وایي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل
راپور : نصیر احمد مشواڼی

