په نورستان ولایت کې چارواکي وایي په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو کې د شهیدو شویو د جسدونو د پلټنې په موخه لا هم عملیات دوام لري .
د مسوولینو په وینا تازه یې د شنبې په ورځ چې ددې عملیاتو ۱۳ ورځ کیږي د دوو تنو جسدونه موندلي دي .
دوۍ وایي یادو سېلابونو له امله د ځاني زیانونو ترڅنګ د خلکو ګڼ شمېر کورونه، هټۍ، سړکونه، پلونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړې شوې دي.
بل لور ته د شهيدانو ورثه او د پارون اوسېدونکو د ولايتي ادارې له دغو اقداماتو څخه ستاينه کوي .
دوۍ وایي چې تر دې مهاله له سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم شوې دي او د شهيدانو د پلټنې عمليات لا هم روان دي.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو مرګونو سېلابونو له امله د نورستان په مرکز پارون کې سلګونو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او لا هم د بیارغونې او مرستو اړتیا موجوده ده.
راپور : مسعود عربزی

