د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دې ولایت کې یې پر سېلاب ځپلو کورنیو باندې د اړتیا توکي ووېشل
د مسوولینو په وینا دا مرسته د ماشوم ساتنې ادارې او یونیسف له لوري پر یادو کورنیو ووېشل شوې .
د دوۍ په خبره دا مرسته د ۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۹۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته ځانګړې شوې وې.
مسولین وایي پدې مرسته کې خیمې، سولر څراغونه، جامې، د کور جوړونې توکي، د ښځو وقایوي کڅوړې او نور غیرخوراکي توکي شامل وو، چې پر مستحقو کورنیو ووېشل شوې.
په همدې مهال د نورستان د ولایتي ادارې ویاند وویل، چې د هند، ایران، د خوړو نړیوال پروګرام آغا خان بنسټ او د ننګرهار ولایت له لوري هم خوراکي او نغدي مرستې رارسېدلې دي، چې له ډلې یې د ننګرهار ولایت له خوا ۱ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې .
نوموړي زیاته کړه چې یادې مرستې به په نږدې راتلونکې کې پر سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د پنج شنبې په ورځ هم د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار په لاسونو پر سېلاب ځپلو کورنیو د ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرستې وېشل شوې وې.
راپور: مسعود عربزی

