د کونړ په څلورو ولسوالیو کې د کورنیو چارو وزارت په مالي مټ او د کونړ ولایتي اداري په همکاري په نورګل شلتن .وټه پور او پیچ دري کې ۲۰ کیلوواټه لمریزه بریښنا جوړه شوېده چې ۱ میلیون افغانۍ لګښت پري راغلی دی
مسولین وايي ددي کاره يي موخه داده ترڅو په دولتي اداراتو کې کارونه په چټکې سره ترسره او مراجیعینو ته اسانتیاوې رامنځته شې.
ددوۍ په خبره غواړۍ هغو ولسوالیو کې هم دغه چاره ترسره کړي چې لمریزي بریښنا ته اړتیا لري.
لدي وړاندي چې په یادو ولسوالیو کې دغه بریښنا نه وه نو ډیرې دولتي چاري به د ځنډ او خنډ سره مخ وي چي کارونه به پر وخت ته ترسره کیدل چې دغه چارې نه یوازې دولتي کارکوونکوته ستونزي جوړي کړي وي بلکې د مراجیعینو چارې هم ورسره ټکنۍ شوې وې.
دولتي کارکوونکي اوس په دغه چاره خوښ دي اود مسولینو د نورې پاملرني غوښتنه کوې.
د کونړ په یو شمیر نورو ولسوالیو کې لاهم دولتي کارکوونکي د بریښنا د نشتون سره مخ دي خو مسولین بیا هغوۍ ته هم د ورته بریښنا د جوړیدو په برخه کې ډاډ ورکوې
راپور : پرویز مومند

