ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دمشق ته د خپل سفر پر مهال د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وکتل او د دې هېواد د روان سیاسي وضعیت، بیارغونې او د دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د سوریې د سیاسي لېږد بهیر کې شوی پرمختګ مثبت وارزول شو او ګوتریش ټینګار وکړ چې د دې بهیر د بریا لپاره د ټولو سیاسي او ټولنیزو اړخونو ګډون اړین دی، څو هېواد د تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي ودې پر لور حرکت وکړي.
دواړو لورو همدارنګه د ملګرو ملتونو او سوریې ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وکړ، څو د سیاسي بدلون، بیارغونې او اقتصادي رغونې بهیر ته اغېزناک ملاتړ برابر شي.
ګوتریش یو ځل بیا د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د ملګرو ملتونو پر دریځ ټینګار وکړ او د اسراییلو له خوا د ۱۹۷۴ کال د بېلتون تړون د سرغړونو په تړاو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وویل، ملګري ملتونه به د سوریې د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د هېواد د انتقالي پړاو پر مهال به له سوریایي چارواکو سره په نږدې همغږۍ کې د سیاسي او بشري ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د شنونکو په باور، د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د سوریې د ولسمشر دا لیدنه د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو مهمه کتنه بلل کېږي او ښيي چې نړیواله ټولنه د سوریې د سیاسي بهیر او اوږدمهاله ثبات د ملاتړ لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي
سرچینه : رسنۍ

