د ایران رهبر، مجتبی خامنهیي، ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ له هرې هوکړې وروسته د امریکا پرلهپسې سرغړونو ثابته کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک «بېارزښته او بېباوره» دی.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا پر ژمنو نور باور نه شي کېدای.
خامنهیي امریکا ته خبرداری ورکړی چې که جګړه نوره هم پراخه شي، د ایران ملت او د «مقاومت جبهه» به داسې ځواب ورکړي چې د ده په وینا، امریکا به یې هېڅکله هېر نه کړي.
نوموړي ویلي، هر ډول پوځي فشار به له سخت او پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
سرچینه : ایراني رسنۍ

