کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري چینې کلي په سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې ۸ زره د ایم پي مرمۍ، ۱۲ د نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې، چې قاچاقوړونکو په یوه خوندي ځای کې پټې کړې وې.
وزارت همدا رنګه وایي د لویې لارې کنډک اړوند د خوست پل مسؤلینو د پلټنې پر مهال ۵ میله توپنچې او د هغو ۵۰ مرمۍ هم ترلاسه کړې .
د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاد مهمات له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاق په موخه لېږدول کېدل، چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شول.
د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
شمس الرحمن صاحبزاده

