د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو چارې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړې پاملرنې له مخې پیلېږي، چې له جوړېدو وروسته به پکې د ولسوالۍ په کچه خلکو ته روغتیايي مهم خدمات وړاندې شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امینالله شریف وایي، د اړوند حکم له مخې یې د دې پروژې عملي چارې له سپینغر ولسوالۍ څخه پیل کړې دي.
نوموړي ویلي، د سپینغر ولسوالۍ د رغزې کلي رحیمداد خېلو قوم له لوري د عمومي روغتون د جوړولو لپاره پنځه جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.
د عامې روغتیا رئیس زیاتوي چې له سپینغر وروسته به په نورو دولسو ولسوالیو کې هم د عمومي روغتونونو لپاره ځمکې ځانګړې او د جوړونې چارې به پیل شي.
هغه وایي، شینوارو په تېرو کلونو کې ګڼې قربانۍ ورکړې او اوس به د دوی د اړتیاوو له مخې د روغتیا او نورو برخو کې لازمې پروژې پلې شي.
د یادونې وړ ده چې د سپینغر ولسوالۍ دغه روغتون د هغه فرمان له مخې جوړېږي چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو په اړه صادر شوی دی.
راپور : مسعود عربزی

