د پنجشېر ځايي مسوولینو د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وايي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۹۵ قيراطه زمرد د ۲ میلیونه ۱۱۹ زره افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
په ورته وخت کې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري وویل، چې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ او د ولایت مقام په ملاتړ د کانونو قانوني استخراج پراختیا د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د عوایدو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې او د ولایت د اقتصادي ځان بساینې بهیر یې پیاوړی کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پنجشېر زمرد د شفافو او قانوني داوطلبیو له لارې پلورل کېږي او عواید یې د دولت خزانې ته لېږدول کېږي.
سرچینه: باختر خبري اژانس

