د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیقالله قریشي ویلي چې نن د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۱۹ لارۍ افغانستان ته داخلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د دغو مرستو ټولټال شاوخوا پنځوس بار وړونکې لارۍ د تورخم له لارې هېواد ته راشي.
د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه دا مهال له کډوالو بغیر د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې ده.
سرچینه : حریت

