د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکي فاتح د نظام په مخالفت کې درېدلی او حکومت هم د نوموړي د نیولو هڅې پیل کړې دي.
فطرت ویلي، د مغرضو رسنیو له لوري نظام سره د فاتح مخالفت خبرونو خپرول یوازې پروپاګند دی.
لوی درستیز له رسنیو غوښتي، چې خبرونه دي د حقایقو په تله له وزن وروسته په کره او رښتینې ډول نشر کړي.
هغه د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړې پر مهال د رسنیو رول ته په اشارې ویلي، هغه مهال رسنیو د پېښو انعکاس، راپور ورکولو او عامه پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن رول ولوباوه.
سرچینه : حریت

