له امریکا سره په جګړه کې د ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د جنازې وروستي مراسم په تهران کې پیل شوي دي.
زرګونه خلک ګډون پکې کوي او ګڼ هغه موټر د ویرجنو خلکو ترمنځ روان برېښي چې مړي لېږدوي.
ترمنځ یې یو ستر موټر هم شته چې د معلوماتو له مخې، د علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو جنازې پکې ایښې دي.
د ګاډي څلور واړه خواوې خلاصې دي او په بدرګه ورسره روان ویرجن یې تابوتونه کتلی شي.
د موټرو دا کاروان او خلک به تر میدان ازادي لار ووهي چې شاوخوا لس کیلومتره کېږي او دا ورو مزل به نږدې لس ساعته وخت ونیسي.
تېره ورځ د خامنهاي د جنازې لمونځ د هغه د زوی او د اوسني ستر مذهبي مشر مجتبی خامنهاي له اقامت او موجودیت پرته د تهران په مصلیٰ کې ادا شو.
هغه د ایران د نوي مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې عام محضر ته نه دی راښکاره شوی او نه یې هم کوم ویډیويي یا غږیز پیغام خپور شوی دی.
د جنازې دا مراسم به په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې د ایت الله علی خامنهاي خاورو ته له سپارلو سره را روانه پنجشنبه پای ته ورسېږي.
سرچینه : بي بي سي

