د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو.
د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو.
د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو جګپوړی دولتي پلاوی، د بېلابېلو قشرونو استازي او همدا راز د مومند دوستان او پخواني همکاران د درناوي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هوايي ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته خبرو کې ویلي، چې عبدالاحد مومند یوازې یو کادر او علمي شخصیت نه و، بلکې د اسلامي فکر خاوند او پر خاورې، اسلام او هېواد مئین سړی و.
عبدالاحد مومند د جون ۲۱مه د سرطان ناروغۍ له کبله د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شو.
د یادونې ده چې عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
سرچینه: بي بي سي

