یونسېف د ننګرهار حوزوي روغتون، ولسوالیو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته درمل وسپارل.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د درېیمې ربعې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون، د ولسوالیو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درمل سپارل شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، په دې مرسته کې د ننګرهار حوزوي روغتون لپاره ۶۴ قلمه او د ولسوالیو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو لپاره ۶۲ قلمه درمل شامل دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس، مولوي امینالله شریف، د درملو د سپارلو پر مهال د یونسېف له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او ويې ويل، د دغو درملو رسېدل د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغه اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې یاد درمل له ځنډ پرته ټولو اړوندو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته ووېشي، څو ناروغان ترې پر وخت ګټه واخلي.
د خبرپاڼې له مخې، د یونسېف مسؤلینو هم ډاډ څرګند کړی چې د اړتیا وړ پاتې درمل به هم په نږدې راتلونکي کې ننګرهار ولایت ته ولېږدول شي.
سرچينه: باختر

