د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وایي، د چپرهار ولسوالۍ په هاشهخېلو سیمه کې یو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره ورځ مازیګر شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې، چې له امله یې د چپرهار ولسوالۍ د قراول قوماندان، چې د رخصتۍ پر مهال خپل کور ته تللی و، د خپل ورور له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، نیول شوی کس له عصبي ناروغۍ سره مخ و.
د پېښې د اصلي انګېزې او نورو اړوندو جزییاتو د معلومولو لپاره د امنیتي ارګانونو څېړنې روانې دي.
امنۍ قوماندانۍ ویلي، تورن کس د پولیسو له لوري نیول شوی او له لومړنیو قانوني اجراآتو او بشپړو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرجينه: باختر

