د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د روان کال د وچکالۍ له امله د پاکو او صحي اوبو کمښت د پام وړ زیات شوی او د خلکو لاسرسی ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې سږ کال ورښتونه د نورو کلونو په پرتله ډېر کم شوي، چې له امله یې د ښار او شاوخوا سیمو زیات شمېر څاګانې او چینې وچې شوې دي.
د دوی په وینا، دا وضعیت د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
په همدې حال کې، یو ځوان د خیر ښېګڼې په موخه په خپل کلي کې په شخصي لګښت شاوخوا سل متره ژوره څاه کیندلې او غواړي چې له دې لارې کلیوالو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره کړي.
کلیوال د دغه اقدام ستاینه کوي او له اړوندو ادارو د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د کونړ د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست مسوولین هم د اوبو د کمښت ستونزه مني او وایي چې هڅه کوي اړوندې موسسې دې ته چمتو کړي، څو د اسداباد او شاوخوا سیمو لپاره د پاکو اوبو پروژې پلي کړي.
مسوولین زیاتوي چې سږ کال وچکالۍ نه یوازې کوچني چینې، بلکې لوی کانالونه هم له وچېدو سره مخ کړي، چې له امله یې د خلکو لاسرسی پاکو اوبو ته لا محدود شوی دی
راپور : پرویز مومند

