لغمان په ختیځ کې پروت يو له هغه ولایتونو څخه دی چې د پراخه اوبو په درلودو سره يې ډيرې خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي .
د دغه ولایت بزګران په بیلابیلو موسمونو کې په خپل کروندو کې د سبزيو ،غله دانو او د کرنیزه نورو محصولاتو کرکیله کوي چې د بزګرانو په خبره ښه حاصل ورکوي.
د دې ولایت بزګران همدراز له حکومته له حکومت د کروندګرو سره د کیمياوي سرې اصلاح شو تخمونو او بیلابیلو برخو کې د اړینو مرستو استنادې دیوالو ،سړو خونو ، ویالو او پلچکونو د جوړیدو غوښتنه کوي.
د لغمان د والي وياند وايې د کرنې ریاست يې د يو شمیر مرستندویه ادارو سره په ګډه همکارۍ د دغه ولایت د بزګرانو سره د کیمیاوي سرې ، تخمونو او بیلابیلو کرنیزو وسایلو او وسایطو برخو کې اړینې مرستې ترسره کړي دي.
دی همدراز په راتلوونکي کې هم بزګرانو سره د ورته مرستو د ترسراوي ډاډ ورکوي.
نیازی وايي بیلابیلې پخوانۍ له کار لویدلي سړې خونې يې ترمیم کړي او په راتلوونکي يې په دغه ولایت کې د يو شمیر نورو سړو خونو د جوړولو هوډ هم لري.
نوموړي زیاتوي چې د سرسبزۍ په موخه يې يو شمیر دښتې په خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړي ، چې بیلابیلې میوه لرونکي بوټي يې په کینولي ، چې ښه پایله يې ورکړي ده .
اوسمهال د لغمان د کروندګرو په لاس حاصل ته رسیدلي رومیان ، الوګان ، بادرنګ ، لیړوګان او بیلابیل ډول نوره سبزۍ نه يواځي د دغه ولایت بلکي د ننګرهار په ګډون د هیواد بیلابیلو ولایتونو بازارونو ته د پلور په موخه وړل کیږي.
راپور : سباوون ساحل

