د هېواد د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه غونډه ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل چې د روږدو کسانو درملنه، د عامه پوهاوي پروګرامونو پراختیا او د درملنې د خدمتونو پیاوړتیا د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې هڅې په دوامداره توګه روانې دي.
په همدې غونډه کې د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد وویل چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د نشهیي توکو کښت بند شوی او د دې ناوړې پدیدې د مخنیوي لپاره عملي اقدامات روان دي.
د روږدو د درملنې ملي پروګرام رئیس انعام الله عمار وویل چې په تېر کال کې له ۴۵ زرو څخه ډېر روږدي کسان تر درملنې لاندې راغلي او نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته د نشهیي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې شوي دي.
بلخوا د غونډې ګډونوالو نشهیي توکي د ټولنې لپاره یوه جدي ستونزه وبلله او ویې ویل چې دا پدیده نه یوازې د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د هېواد پر اقتصاد، ټولنیز ثبات او پرمختګ هم منفي اغېزې لري.
دوی ټینګار وکړ چې د نشهیي توکو د تولید، قاچاق او خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټولو دولتي ادارو او اړوندو بنسټونوهمکاري اړینه ده ترڅو هېواد له دې ناوړه پدیدې څخه خوندي شي
د غونډې په پای کې مسئولینو د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پراختیا، د درملنیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د نشهیي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې د لا اغېزمنولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
راپور : مسعود عربزی

