د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي او په افغانستان کې د (یوناما) له نوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لامارک سره د معرفت ناسته وکړه
په غونډه کې برونو لامارک د بشري مرستو د اغېزمن مدیریت او د مرستو د وېش د ښه والي په اړه خپل نظرونه شریک کړل
بلخوا پدې ناسته کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیایي او زېربنايي پروژو عملي کول اړین دي او اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګري ملتونه سره خپلې همکارۍ روانې وساتي
د بهرنیو چارو وزارت داطلاعاتو او عامه اړیکو د دفترريیس حافظ ضیا احمد تکل وايي پدې ناسته کې برونو لامارک ژمنه وکړه چې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره به جدي هڅې کوي
هغه وايي برونو لامارک د بهرنیو چارو د وزیر د هرکلي له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به په اغېزمن ډول ترسره کړي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ یې د تعامل او همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او یوناما ترمنځ د بشري مرستو پراختیايي همکاریو او ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا هڅې روانې دي
راپور : مسعود عربزی

