د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د پاکستاني جټ الوتکو د برید له امله یوه اووه کلنه ماشومه وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي
تېره شپه شاوخوا د شلتن ولسوالۍ د کربوړو په کلي کې د یوه ملکي وګړي پر کور هوايي برید ترسره شوی
په دغه برید کې یوه اووه کلنه ماشومه وژل شوې د نوموړې مور او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي
ځايي سرچینې وايي ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي
له دې وړاندې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې هم شوې وې چې دواړو خواو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه
د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ په بېلابېلو هېوادونو کې څو ځله خبرې اترې هم شوې خو له دې بریدونو داسې ښکاري چې کومه پايله یې نه ده لرلې

