د بېړیو د څارنې معلومات ښيي چې درې د مایع طبیعي ګاز لېږدوونکې بېړۍ چې د یوې مودې لپاره یې د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو له هرمز تنګي تېرې شوې او د اسیا پر لور روانې شوې دي
د راپورونو له مخې دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ایران د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره پر یو بل هوايي بریدونه کړي او په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د معلوماتو له مخې د «لیبرتاه» او «راشده» په نوم دوې بېړۍ او د «ماریګولډ» په نوم یوه بله بېړۍ له هرمز تنګي تر تېرېدو وروسته د پاکستان هند او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو پر لور روانې شوې دي
د بېړیو د څار معلومات دا هم ښيي چې د فبرورۍ میاشتې له وروستیو د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۲ د مایع طبیعي ګاز بارونه د هرمز له تنګي تېر شوي دي
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د انرژۍ د نړیوالو لېږدونو یوه مهمه برخه ترې ترسره کېږي

