د ایران تسنیم خبري اژانس د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ د ټیلفوني اړیکې په اړه لیکلي دغو خبرو کې ټرمپ ویلي چې پر اسراییلو د ایران بریدونه به د سولې په کېدونکې هوکړې کوم تاثیر ونه لري
تسنیم د ټرمپ له قوله لیکلي وضعیت ښه روان دی د کړکېچ زیاتېدل به یوازې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي
ټرمپ زیاته کړې نتنیاهو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې منلو پرته بله لار نه لري
ټرمپ او نتنیاهو وروسته له هغې ټیلفوني خبرې کړې چې تېره شپه ایران او اسراییلو پر یو بل متقابل بریدونه وکړل

