د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د تهران او واشنګټن مرکچي پلاوي د جنګ ختمولو هوکړې ورستۍ کولو ته بیخي نږدې شوي دي
ټرمپ له سيبياېس سره په خبرو کې زیاته کړې چې وروستۍ هوکړه به اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي او د غني شویو یورانیمو موضوع به هم په قناعتوړ ډول مدیریت شي
هغه تر دې وړاندې هم هیله څرګنده کړې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې به پایله ورکړي او داسې هوکړه به وشي چې د ټولو لوریو په ګټه وي
دغهراز د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس تېره اوونۍ ویلي وو چې امریکا او ایران په خپلو خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هېڅ یو لوری د جګړې غوښتونکی نه دی
له بلې خوا ایراني چارواکو د ټرمپ څرګندونو ته په احتیاط غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې تهران به د خپلو ملي حقونو پر سر جوړجاړی ونه کړي
همداراز سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس وروستۍ هوکړې ته د نږدېوالي ادعا له واقعیت لرې بللې ده

