د کونړ د مزار درې په زلزله ځپلې سیمه کې د قمر خيريه بنسټ له لوري جوړ شوي شل استوګنیز کورونه جوړ او اړمنو کورنیو ته وسپارل شول
پدغه کورونو دولس اعشاریه دري میلیونه افغانۍ لګښت شوی
د همدي بنسټ له لوري تازه په همدغه سیمه کې د دولس کورونو او یو مسجد د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه چې ۷ اعشاریه ۹ میلیونه افغانۍ به پري لګښت راشې
د قمر خیریه بنسټ مسولین وايي د مرستو دا لړۍ به دوام ولري او پلان لري دغه زلزله ځپلو ته په زراعت او مالدارۍ برخه کې هم خدمات وړاندي کړي
بلخوا مسولین د خیریه بنسټونو ددغه ګام هرکلی کوې چې زلزله ځپلو سره يي د سرپناه په برخه کې مرسته کړي
دوۍ وايي زلزله ځپلي لاهم د سرپناه په برخه کې نورو مرستو ته هم اړتیا لري
دوۍ زیاتوې اوس هر ډول موسیساتو او خیریه بنسټونو ته د کار کولو ښه زمینه برابره ده او کولای شې په ډاده ډول خپلو چارو ته دوام ورکړي
ځايي اوسېدونکو هم ددغه کورونو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او دغه چاره يې د سرپناه په برخه کې اړینه وبلله . دوۍ په اړونده برخو کې د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه
د مسولینو د معلوماتو پر اساس تر دامهاله په مزار دره کې زلزله ځپلو ته د خیریه بنسټونو حکومت او موسیساتو له لوري څه دپاسه ۳ سوه پاخه کورونه جوړ شوې او څه هم د کار لاندی دي

