کونړکې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دري زلزله ځپلو لپار ه د لسو پخو کورونو او یوې څاه د جوړیدو چاري پیل شوې چې د ۴ میاشتو په موده کې به بشپړ شې
مسولین دغه ګام زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برخه کې اړین بولې او په نورو ملي سوداګرو هم غږ کوې چې د زلزله ځپلو سره همکاري وکړې.
مسولین وايي پدغه کورونو ۹ میلیونه افغاني مصرف راځي چې ټول لګښت يي دغه ملي سوداګر په غاړه لري
ددوۍ په خبره دغه کورونه به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړ او زلزله ځپلو ته به وسپارل شې
په ورته مهال کې د کونړ د علماوو شورا مسولینو د ملي سوداګرو ددغه ګام هرکلی وکړ او دغه چاره يي زلزله ځپلو سره د سرپناه په برخه کې اړین وبلل
دوۍ په نورو بډایه هیواد والو او ملي سوداګرو هم غږ وکړ چې د زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بل لورته زلزله ځپلو هم پدغه کار سره خوښي څرګنده کړه او وي ویل که د هیواد ملي سوداګر ددوۍ سره د سرپناوو په برخه کې مرسته وکړي نو دوۍ د شته ستونزو څخه ژغورل کیدلی شې.
د ویلو ده چې د نورګل ولسوالۍ د مزار دري څخه وروسته د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دره هغه سیمه ده چې مرګوني زلزلي پکې زرګونه کورونه نړولي دي

