د مکسیکو د پوئبلا ایالت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په تهویتسینګو ښار کې د ډزو یوه پېښه کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د الجزیرې د راپور له مخې دغه ډزې تیره شپه ناوخته په ځايي وخت شاوخوا دوه بجې شوې او د سیمې اوسېدونکو د پرلهپسې ډزو غږونه اورېدلي دي
سرچینې لیکلي وسلهوالو کسانو پر یوه استوګنیز کور برید کړی چې قربانیان یې شپږ سړي درې ښځې او یو ماشوم دي
د پوئبلا ایالت څارنوالۍ هم د دې پېښې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی
تر اوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د ډزو انګېزه هم نه ده روښانه
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې ټاکل شوې مکسیکو تر یوې میاشتې په کمه موده کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کوربهتوب وکړي.
د مکسیکو حکومت ویلي د دغو سیالیو د امنیت ټینګښت لپاره به د ملي ګارډ پولیسو او خصوصي امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا سل زره امنیتي ځواکونه وګومارل شي

