Police officers, rescue workers and firefighters stand at the site of a train collision with a bus underneath Makkasan Airport Rail station in Bangkok on May 16, 2026. A collision between a freight train and a bus killed at least eight people and injured more than 30 in the Thai capital Bangkok, emergency services said. (Photo by Lillian SUWANRUMPHA / AFP)
د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د یوه باروړونکي اورګاډي او بس د ټکر له امله اته کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه پرون ماښام د بنکاک په مرکزي سیمه کې د هوايي ډګر د اورګاډي کرښې یوه تمځای ته نږدې رامنځته شوې ده.
راپورونه وایي، پېښه هغه مهال وشوه چې یو بس د اورګاډي پر پټلۍ بند پاتې و. د امنیتي خنډونو له ښکته کېدو وروسته باروړونکي اورګاډي له بس سره ټکر وکړ. ویل کېږي، اورګاډي تر ټکر وروسته بس او څو نور وسایط له ځان سره کش کړل چې له امله یې بس اور واخیست.
د ټایلنډ لومړي وزیر د پېښې د علتونو د بېړنۍ څېړنې امر کړی دی. چارواکي وایي، د امنیتي خنډونو د فعالیت څرنګوالی او پر پټلۍ د بس د درېدو لامل تر څېړنې لاندې دي.

