د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د زونونو په کچه د کرکټ نهم پړاو یو ورځنۍ «لېسټ اې» سیالۍ نن د ننګرهار ولایت په کوربتوب پیل شوې.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د کورني کرکټ د مهالوېش له مخې ترسره کېږي او موخه یې د لوبغاړو وړتیاوو ته وده ورکول او د ملي لوبډلې لپاره د نویو استعدادونو موندل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات ویلي، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، الف لوبډلې او د کورني کرکټ ګڼ شمېر لوبغاړي ګډون لري.
نوموړي زیاته کړې، چې دا سیالۍ د لوبغاړو د تجربې لوړولو او د سیالیو د معیار د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.
په روانو سیالیو کې د بند امیر، سپینغر، بست، مس عینک او امو زون لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې چې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
تمه ده چې دا لوبې به د کرکټ مینهوالو لپاره په زړه پورې وي.
د کرکټ بورډ د اعلان له مخې، دغه یو ورځنۍ «لېسټ اې» سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې تر څلورمې نېټې پورې په ننګرهار ولایت کې دوام وکړي.

